په غزني کې یو شمیرکسان د طالبانو له منګولو ژغورل شوي
د افغانستان دغزني د والی ویندوي زیاته کړې ،طالبانو ددغو کسانو نامعلوم ځاي ته د منتقلولو نیّت درلود چې په موقعې د امنیتی ځواک په رسیدو سره دغه کسان ژغورل شوي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دغزني د والي ویندوي عارف نوري وئيلي ،امنیتی ځواک پرون ناوخته په یولړ عملیاتو کې هغه ۲۹مسافران چې د غزنی ولایت د مقر ولسوالۍ په لړم سیمې کې طالبانو نیولي وو ،ژغورل شوي دي .
د افغانستان دغزني د والی ویندوي زیاته کړې ،طالبانو ددغو کسانو نامعلوم ځاي ته د منتقلولو نیّت درلود چې په موقعې د امنیتی ځواک په رسیدو سره دغه کسان ژغورل شوي دي .
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د موافقې په اساس دتاؤتریخوالي د کمولو په پړاؤ کې چې پرون سهار پاي ته رسیدلی په لسګونو کسانو وینه توي شوي ده .