د افغانستان حکومت او طالبانو د مذاکراتو د پیلولو هوکړه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88354-د_افغانستان_حکومت_او_طالبانو_د_مذاکراتو_د_پیلولو_هوکړه_وکړه
خبري سرچینو د خبرواترو د پیلولو لپاره له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د موافقې خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2020 02:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت او طالبانو د مذاکراتو د پیلولو هوکړه وکړه

خبري سرچینو د خبرواترو د پیلولو لپاره له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د موافقې خبر ورکړی دی.

فرانسې خبري آژانس پرون د قطر له دوحې څخه په افغانستان کښې د صلحې د موافقې په لړ کښې رپورټ ورکړی چې د طالب ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ مذاکرات به د ۲۰۲۰ کال د روانې مارچ میاشتې په لسمه نیټه پیل شي.

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په دې هکله وویل چې دغه ډله ټول لوري خبرواترو ته رابولي.

پرون په دوحه کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دغه ډله به د لاسلیک شوې موافقې په چوکاټ کښې پرخپلو ټولو ژمنو عمل وکړي، وویل: د صلحې د عملي کیدو او په افغانستان کښې د سیاسي نظام د ماهیت د ټاکلو لپاره خبرواترو کښې به ټول سیاسي لوري شتون ولري.

د یادې موافقې له لاسلیک وروسته د افغانستان تیر ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې د صلحې بهیر باید د افغانانو په لاس مدیریت او اجرايي شي.

دغه موافقه په داسې حالاتو کښې لاسلیک شوه چې د امریکې اقداماتو تراوسه نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره کومه صلحه نه ده لرلې بلکې تل یې په دغه هیواد کښې په خپلو جنایتکارانه اقداماتو سره افغانستان له بې ثباتۍ او ناامنۍ سره مخامخ کړی دی.