کونړ کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88386-کونړ_کې_د_داعش_۶_وسله_وال_وژل_شوي
چارواکي وايي د کونړ په دیوه ګل او نورګل ولسوالیو کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2020 12:24 Asia/Kabul
  • کونړ کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي

چارواکي وايي د کونړ په دیوه ګل او نورګل ولسوالیو کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

د افغانستان د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن رسنیو ته وویل: "تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل او د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې بریدونه کړي چې په‌کې د داعش د درېیو قوماندانانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي."

د مصمم په خبره چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د یادې ډلې ۳ نور وسله‌وال حکومت ته تسلیم شوي هم دي.

د کونړ دیوه ګل دره چې د حکومتي چارواکو په وینا د داعش یا اسلامي دولت وسله‌والې ډلې مهم مرکز دی، له تېرو دوه اوونیو راهیسې پرې ډرون بریدونه زیات شوي چې له امله‌یې لسګونه جنګيالي وژل شوي او د سلو په شااوخوا کې نور بیا حکومت ته تسلیم شوي دي.