افغانستان د پاکستان د خارجه وزير په څرګندونو نيوکه وکړه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د خارجه وزير څرګندونې د خپل هېواد په کورنيو چارو کښې لاسوهونکې وبللې او نيوکه يې پرې وکړه.
د اېرنا د رپوټ له مخې د افغانستان د خارجه وزارت په پرونۍ اعتراضي بيانيه کښې راغلي دي، د شاه محمود قريشي څرګندونط د بې اعتمادۍ د فضاء له رامنځته کولو نه بغېر د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو په ښه کولو کښې موثره نه شي کېدې.
د افغانستان د خارجه وزارت په بيانيه کښې راغلي دي، په دغو څرګندونو سره د دوو اړخيزو تعلقاتو د مضبوطېدو په زمينه کښې موثره ګامونه نه شي اوچتېدې.
د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي پرون ويلي ووو د کابل او اسلام آباد ترمېنځ د بحران د هواري لپاره د امريکې مداخلت ته ضرورت نشته او د امريکائي فوځيانو له وتلو وروسته افغانستان پکار دے له پاکستان سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته راودانګي.
شاه محمود قرېشي همدارنګ يادونه کړې وه چې افغانستان له امريکې سره د تعلقاتو د پراخولو په ځاے پکار دے له پاکستان سره خپل تعلقات پراخه کړي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ مشکلات هوار شي.
د يادونې ده چې افغانستان او پاکستان د ډيورېنډ د کرښې په شمول د ځينو مسائلو په اړه اختلاف لري او يو بل له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورونوي.