له طالبانو سره د امریکې موافقه ډیره کمزورې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88438-له_طالبانو_سره_د_امریکې_موافقه_ډیره_کمزورې_ده
په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو مشر قومندان له طالبانو سره د امریکې د موافقې په کمزورتیا داده شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2020 04:11 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د امریکې موافقه ډیره کمزورې ده

په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو مشر قومندان له طالبانو سره د امریکې د موافقې په کمزورتیا داده شو.

سکاټ میلر پرون وویل: که طالبان د افغانستان د حکومتي ځواکونو په سنګرونو خپلې حملې جاري وساتي نو امریکا به هم د دغې ډلې د سنګرونو خلاف خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو د فرورۍ په نهویشتمه په قطر کښې له امریکې سره د موافقې له لاسلیکولو وروسته د افغان پوځیانو د سنګرونو او مرکزونو خلاف خپلې حملې زیاتې کړې دي.

دغه خبر زیاتوي چې په تیرو څلورو ورځو کښې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د حملو له امله نزدې سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې پرون امريکايي الوتکو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کښې په طالبانو سخته هوايي حمله کړې ده.