خلیلزاد کابل ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88439-خلیلزاد_کابل_ته_لاړ
ځلمی خلیلزاد د امریکې او طالبانو له موافقې وروسته په وړومبي ځل افغانستان ته لاړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2020 04:13 Asia/Kabul
  • خلیلزاد کابل ته لاړ

ځلمی خلیلزاد د امریکې او طالبانو له موافقې وروسته په وړومبي ځل افغانستان ته لاړ

د افغانستان په چارو کښې د امریکې استازی د واشنګټن او طالبانو ترمینځ د موافقې له لاسلیکیدو وروسته پرون په اول ځل کابل ته ورسید.

له کابله زمونږ خبریال وايي چې ټاکل شوې ځلمی خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني او عبد ا... عبد ا... سره د افغنستان د ولسمشریزو انتخاباتو د پایلو په شمول د دغه هیواد د حالاتو په هکله خبرې اترې وکړي.

خو ځینې رپورټونه بیا وايي چې د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړی استازی د دغه هیواد د راتلونکي حکومت لپاره په یوې نوې طرحې او پلان سره کابل ته تلی دی.