ټرمپ له طالبانوسره د شوي موافقې د ژغورنې هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88448-ټرمپ_له_طالبانوسره_د_شوي_موافقې_د_ژغورنې_هڅه_کوي
د افغانستان زیاترو چارواکو، سیاستوالانو او خلکو په کرتو په دغه هیواد کې د امریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو د شتون په دوام سختې نیوکې کړي او دغه بهرني ترهه ګر پوځیان ئې په افغانستان کې د تاؤتریخوالو او شخړو دزیاتیدا لامل بللي او له خپل هیواده ئې د درستو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنې کړ ي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2020 10:55 Asia/Kabul
  • ټرمپ له طالبانوسره د شوي موافقې د ژغورنې هڅه کوي

د افغانستان زیاترو چارواکو، سیاستوالانو او خلکو په کرتو په دغه هیواد کې د امریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو د شتون په دوام سختې نیوکې کړي او دغه بهرني ترهه ګر پوځیان ئې په افغانستان کې د تاؤتریخوالو او شخړو دزیاتیدا لامل بللي او له خپل هیواده ئې د درستو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنې کړ ي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له طالبانو سره دشوي موافقې د بشپړ ناکامۍ دمخنیوی په موخې سره دقطر له امیر  سره خبرې اترې کړي دي.

د افغانستان د  امنیتي ځواک په ضد د طالبانو وروستیو حملو او د دوحې دموافقې د مادو په ښکاره خلاف ورزۍ پسې،د امریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ ددغو موافقو د ژغورنې لپاره د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټيلیفوني خبرې کړي دي .

داپه داسې حال کې دي چې ځینی راپورونه د افغانستان په هلمند ولایت کې د  طالبانو پر مورچلو د امریکائي جنګی الوتکو د حملو خبرهم ورکوي .

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمینځ دشوي موافقې په اساس ټاکل شوې چېامریکائي او بهرنيعسکرپه افغانستان کې د طالبانو د تاؤټریخوالي د کمیداشرط ته د پابندۍ په بڼه کې به په راتلونکو څوارلسو میاشتو کې په بشپړ ډول له دغه هیواده ووځي .

Image Caption

 

ډیری شناندي او کارپوهان وائي له هماغه پیله دغه د تش په نامه سولې موافقه ناکامه ښکاري ځکه هم طالبانو ددغې موافقې له څو ورځو تیریدا وروسته تاؤتریخوالي نه یوازې کم کړی نه دی بلکې پر افغان عسکرو ئې حملې نوره هم زیاتې کړي او همداراز امریکایي جنګي الوتکو هم پر طالبانو حملې کړي دي .

د افغانستان زیاترو چارواکو،سیاستوالانو او خلکو په کرتو په دغه هیواد کېد امریکا په قوماندانۍ دبهرنیوعسکرود شتون  په دوام سختې نیوکې کړي او دغه بهرني ترهه ګر پوځیان ئې په افغانستان کې د تاؤتریخوالو او شخړو دزیاتیدا لامل بللي او له خپل هیواده ئې د درستو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنې کړ ي  دي .  

Image Caption
Image Caption