افغان ولسمشر غني ولې له خلیلزاد سره له لیدنې ډډه وکړه ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88460-افغان_ولسمشر_غني_ولې_له_خلیلزاد_سره_له_لیدنې_ډډه_وکړه
د راپور له مخې خلیلزاد چې کابل ته ور غلې دې او د عبدالله تر څنګ یې له حامد کرزي سره هم کتلي خو ولسمشر غني ورته اجازه نه ده ورکړې چې لیدنه ورسره وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2020 01:59 Asia/Kabul
  •   افغان ولسمشر غني  ولې له خلیلزاد سره له  لیدنې ډډه وکړه ؟

د راپور له مخې خلیلزاد چې کابل ته ور غلې دې او د عبدالله تر څنګ یې له حامد کرزي سره هم کتلي خو ولسمشر غني ورته اجازه نه ده ورکړې چې لیدنه ورسره وکړي.

وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی چې افغان  ولسمشراشرف  غني زلمي خلیلزاد ته د لیدنې وخت نه دی ورکړی او په دې اړه یې د هغه غوښتنه هم رد کړې ده.

د راپور له مخې خلیلزاد چې کابل ته ور غلې دې او د عبدالله تر څنګ یې له حامد کرزي سره هم کتلي خو ولسمشر غني ورته اجازه نه ده ورکړې چې لیدنه ورسره وکړي.

د دې خبر جزیات نه دي خپاره شوي، خو د ارګ ځینې سرچینې وايي، چې خلیلزاد غوښتل د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو او د اشرف غني د لوړې د مراسمو د بیا ځنډولو غوښتنه ترې وکړي.