جرمني په افغانستان کښې خپل پوځي ماموریت تمدید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88639-جرمني_په_افغانستان_کښې_خپل_پوځي_ماموریت_تمدید_کړ
جرمني په افغانستان کښې د ناټو تر چتر لاندې خپل پوځي ماموریت د یوه کال لپاره تمدید کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2020 12:40 Asia/Kabul
  • جرمني په افغانستان کښې خپل پوځي ماموریت تمدید کړ

جرمني په افغانستان کښې د ناټو تر چتر لاندې خپل پوځي ماموریت د یوه کال لپاره تمدید کړ.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د هیواد پارلمان یې د ناټو په مشرۍد قاطع ماموریت په چوکاټ کې د جرمني د ماموریت موده د ۲۰۲۱ کال تر مارچ میاشتې پورې وغځوله.
د پوتزل په خبره، دا کار په څرګند ډول ښيي، چې جرمني افغانان د سولې او ثبات د هڅو په لاره کې یوازې نه پرېږدي.
یاده دې وي، چې جرمني د افغانستان په جګړه کې د ناټو له مهمو بسپنه ورکوونکو څخه شمېرل کېږي او په داسې حال کې یې د ماموریت موده غځېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ باید په راتلونکو څوارلس میاشتو کې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي.