په غزنی کې پنځه وسله ول طالبان وژل شوي
د افغانستان په هرات ښار کې هم مخ پټو وسلوالو د پولیسو د جنائي ادارې یو کارکونکی چې نن سهار له کوره د دفتر په لور روان ؤ ، په ټکه وواژه او له هغه ځایه وتښتیدل .
زمونږخبریال له دغزنی راپور راکړ دافغانستان د غزني سیمه ایزچارواکې وايي ،په دې ولایت کې دوه وسله وال طالبان د پولیسو په کمین کې ووژل شول .
ویل کیږي دغه طالبان په لاغړو سیمې کې پولیسو وژلي دي .
د یوه بل خبر له مخې دغزنی د اندړو ولسوالۍ په (ناني) سیمه کې هم درې طالبان له افغان ځواک سره په جګړې کې وژل شوي .دغزنی ولایت دویاند مرستیال وایي، طالبانو غوښتل چې دناني په سیمه کې د ملې اردو پر پوستې برید وکړي چې له دواړو لورو نښته رامینځته شوې او په پایله کې درې وسله وال طالبان ووژل شول
وسله والو طالبانو دخبر ترمخابیره پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
باید وویل شي له طالبانو سره دامریکا د سولې له هوکړه لیک څخه وروسته په غزنی ولایت کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو نښتې تر پخوا کمې شوي دي.
همداراز زمونږ خبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله هم راپور راکړی ، د افغانستان په هرات ښار کې مخ پټو وسلوالو د پولیسو د جنائي ادارې یو کارکونکی چې نن سهار له کوره د دفتر په لور روان ؤ ، په ټکه وواژه او له هغه ځایه وتښتیدل .