زلمی خلیلزاد په افغانستان کې دوه ګوڼی رول لوبوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88718-زلمی_خلیلزاد_په_افغانستان_کې_دوه_ګوڼی_رول_لوبوي
د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي دوکه بازې څرګندونې په داسې شرائطو کې مطرح کیږي، چې امریکا پخپل عمل او اقداماتو سره ښودلې ده، د ترهه ګرۍ په وړاندې دوه ګوڼه سټراټژي لري او د داعش پشمول له ترهه ګرو ډلو سره ئې په پوځي او مالي مرستو سره د ځينو هیوادونو په بې ثباته کولو او له دغو ترینګلو حالاتو په ناوړې استفادې پسې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2020 09:36 Asia/Kabul
  • زلمی خلیلزاد په افغانستان کې دوه ګوڼی رول لوبوي

د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي دوکه بازې څرګندونې په داسې شرائطو کې مطرح کیږي، چې امریکا پخپل عمل او اقداماتو سره ښودلې ده، د ترهه ګرۍ په وړاندې دوه ګوڼه سټراټژي لري او د داعش پشمول له ترهه ګرو ډلو سره ئې په پوځي او مالي مرستو سره د ځينو هیوادونو په بې ثباته کولو او له دغو ترینګلو حالاتو په ناوړې استفادې پسې ده .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ د  افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په دغه هیواد کې د داعش ترهه ګرې ډلې  په ځپنې کې د طالبانو د اقدام هرکلی وکړ .

 راپورښئ ، زلمي خلیلزاد  پرون مدعي شوی ، چې  په افغانستان کې د داعش په ضد دطالبانو حملې ، په قطر کې  له دغې ډلې سره د امریکا د موافقې  د لاسلیک کیدا یوه برخه  ده .

 له دې مخکې هم ځینو امریکائي قوماندانانو ادعا کړې وه چې  په کنړ ولایت کې طالبانو  د داعشیانو  د تش په نامه ځپنې لپاره  ورسره مرسته کړې ده .

 د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي  دغه دوکه بازې څرګندونې په  داسې شرائطو کې  مطرح کیږي، چې  امریکا پخپل عمل او اقداماتو سره  ښودلې ده ، دترهه ګرۍ په وړاندې دوه ګوڼه سټراټژي لري او د داعش پشمول  له ترهه ګرو ډلو سره ئې په پوځي او مالي مرستو سره د ځينو هیوادونو په بې ثباته کولو او له دغو ترینګلو حالاتو په  ناوړې استفادې  پسې ده .