زلمی خلیل زاد د افغانستان ملی حاکمیّت اوخپلواکي په نښه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88738-زلمی_خلیل_زاد_د_افغانستان_ملی_حاکمیّت_اوخپلواکي_په_نښه_کړې
خلیلزاد په خپل امر او نهي سره،د افغانستان دملی حاکمیّت د نړیوالو معیارونو او اساسی قانون خلاف ورزي کړې ده چې باید مخه ئې ونیول شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 19, 2020 04:02 Asia/Kabul
  • زلمی خلیل زاد د افغانستان ملی حاکمیّت اوخپلواکي په نښه کړې

خلیلزاد په خپل امر او نهي سره،د افغانستان دملی حاکمیّت د نړیوالو معیارونو او اساسی قانون خلاف ورزي کړې ده چې باید مخه ئې ونیول شي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان په ولسی جرګې کې د سمنګان ولایت د خلکو استازي ضیاءالدین ضیاء پرون  د ولسی جرګې په څرګندې ناستې کې وئيلي دي،د افغانستان په چارو کې  دامریکا استازی زلمی خلیلزاد  پخپلو څرګندونو کې هیڅ صداقت نه لري  او د افغانستان د سیاسی شخصیتونو ترمینځ د درز او کرکې د رامینځةکولو  پروګرام په ایجنډا کې لري .

 ضیاء الدین ضیاء زیاته کړې،د افغانستان سیاستوالان دې  له زلمي خلیلزاده د  مینځکړیتوب اوسولې هیڅ امید نه لري،بلکې د  اشرف غني او عبدا... عبدا..ترمینځ دې  مینځګړیتوب وکړي،څو په دغه هیواد کې نوی بحران رامینځة نشي .همداراز د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري هم  وئيلي دي ،خلیلزاد په خپل امر او نهي سره،د افغانستان دملی حاکمیّت د نړیوالو معیارونو او اساسی قانون خلاف ورزي کړې ده  چې باید مخه ئې ونیول شي .

دغه شان څرګندونې له دې وروسته مطرح کیږي ،چې  څو اونیو راهسې زلمی خلیلزاد د اشرف غني،عبدا... پشمول له بیلابیلوافغان سیاسی شخصیتونوسره  ډيرې زیاتې جلاجلا لیده کاته کړي دي .