افغانستان کښې څلوردیرش طالبان وژل شوي
Mar 22, 2020 11:08 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو او د پوځ د عسکرو ترمینځ په جنګونو کښې د څلوردیرشو (۳۴) کسانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
د افغانستان دفاع وزارت نن وویل په قندوز او زابل ولایتونو کښې د طالبانو د مرکزونو پرضد د پوځ په عملیاتو کښې د دغه ډلې دوه دیرش (۳۲) غړي وژل شوي او نولس (۱۹) نور ژوبل شوي هم دي .
د افغانستان په سرپل ولایت کښې هم د طالبانو ډلې په حملو کښې دوه (۲) حکومتي عسکر وژل شوي او نهه (۹) نور ژوبل شوي هم دي .
په عین حال کښې نن سهار وختي په کابل ښار کښې په یوې(۱) ماین چاودنې کښې دوه(۲) ملکي وګړي ژوبل شول .
دغه راز د افغانستان د پروان ولایت په خوا کښې په بګرام ولسوالۍ کښې له چاودیدونکو موادو په یوه(۱) ډک ګاډي باندې د حکومتي عسکرو لخوا ډزې وشوې او هغه تباه شو .
ټیګونه