افغان حکومت د طالبانو سل بندیان په مشروط ډول خوشي کوي
Mar 26, 2020 08:18 Asia/Kabul
جاوید فیصل ټینګار وکړ دا بندیان به د جنګ ډګر ته د نه ورستنیدا ضمانت ورکولو په شرط ازاد کړې شي .
د تسنیم خبري اژانس له راپور سره سم د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویندوی نن وویل د اشرف غنی د حکم په اساس له زندان به هغه سل طالبان خوشي شي چی د کرونا ویروس په وړاندې یې بدنی وضعیت مناسب نه وی او دا کسان به د وري تر ۱۲ نیټې خوشی شي .
جاوید فیصل ټینګار وکړ دا بندیان به د جنګ ډګر ته د نه ورستنیدا ضمانت ورکولو په شرط ازاد کړې شي .
جاوید فیصل په داسې د طالبانو په مشروط ډول د بندیانود خوشی کولو خبره کوی چی طالبان د خپلو ټولو پینځه زره بندیانو د خوشی کولو غوښتنه کوی او افغان دولت د طالبانو په مشروط ډول او ورو ورو خوشی کولو ټینګار لري .
ټیګونه