ننګرهار کښی پولیسو دوه سوه پنځوس شکمن کسان نیولی دي
د افغانستان د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې د دوه نيم سوو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دی ولایت د امنیه قوماندان ایمل نیازی سره په یوه ګډه خبری ناسته کښې وویل پولیسو په ننګرهار ولایت کي په تیرو دوه اونیو کې دوه سوه پنځوس تنه شکمن کسان نیولی دي والی وویل په دې کسانو کې قاتلین،دنشه یی توکیو قاچاق وړونکي، وسله وال غله ،سړي تښتونکي او دنورو جنایی جرمونو تورن کسان شامل دي. د ننګرهار والي وویل له دغو کسانوسره ۱۳۶۶ کیلو ګرامه نشه یی توکي، چاودیدونکي توکي او د هغې اړوند وسایل ۳۲ عرادی بیلابیل نقلیه وسایط او نور شواهد او مدارک تر لاسه شویدي.
د ننګرهار والي وویل ددغو کسانوو په نیول کیدو سره په جلال اباد ښار او خوواشاه سیموکې په جنایي جرمونو کې کموالی راغلی دی.