طالبان د افغانستان له اعلان کړي ټیم سره مذاکره نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88951-طالبان_د_افغانستان_له_اعلان_کړي_ټیم_سره_مذاکره_نه_کوي
طالبانو وویل چې د افغانستان د حکومت له مرکچي ټیم سره خبرې اترې نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2020 01:04 Asia/Kabul
  • طالبان د افغانستان له اعلان کړي ټیم سره مذاکره نه کوي

طالبانو وویل چې د افغانستان د حکومت له مرکچي ټیم سره خبرې اترې نه کوي.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې طالب ډلې پرون وویل: د افغانستان د حکومت له خوا له اعلان شوي مذاکراتي ټیم سره مذاکره نه کوو.

له دې مخکښې د افغانستان د صلحې د وزارت ویاندې صلحې ته د رسیدو لپاره له طالبانو سره خبرواترو ته خپل چمتووالی اعلان کړی و.

ناجیه انوري دې ټکي ته په اشارې سره چې له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د افغانستان د صلحې د وزارت ایجنډا معلومه نه ده، ویلې وو: له دغې ډلې سره د مرکچي پلاوي نوملړ د مذاکرې لپاره د حکومت د نه چمتو والي په هکله د خلکو اندیښنه ختمه کړې ده.

یاده دې وي چې په تیرو څلورو ورځو کښې د افغانستان حکومت د ویډیو کانفرنس له لارې دوه ځلې خبرې اترې کړې دي.