جنرال باجوه اواشرف غني د مذاکراتي ټیم په اړه سره غږېدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89052-جنرال_باجوه_اواشرف_غني_د_مذاکراتي_ټیم_په_اړه_سره_غږېدلی
باجوه غني ته د بیا ولسمشر کېدو او یوه «همه شمول» مذکراتي ټیم د ټاکلو له امله مبارکې ویلې او له مذکراتي ټيم د هرکلي تر څنګ یې تمه ښودلې، چې یاد ټيم به له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2020 00:23 Asia/Kabul
  • جنرال باجوه اواشرف غني د مذاکراتي ټیم په اړه سره غږېدلی

باجوه غني ته د بیا ولسمشر کېدو او یوه «همه شمول» مذکراتي ټیم د ټاکلو له امله مبارکې ویلې او له مذکراتي ټيم د هرکلي تر څنګ یې تمه ښودلې، چې یاد ټيم به له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.

د افغانستان ولسمشراشرف غني د پاکستان د پوځ له مشرجنرال جاوید قمر باجوه سره تلیفوني خبرې کړې او د مذاکراتي ټیم او سولې په ګډون په یو شمېر موضوعاتو ورسره غږېدلی.

د افغانستان له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې باجوه غني ته د بیا ولسمشر کېدو او یوه «همه شمول» مذکراتي ټیم د ټاکلو له امله مبارکې ویلې او له مذکراتي ټيم د هرکلي تر څنګ یې تمه ښودلې، چې یاد ټيم به له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دواړو لورو له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ په ټینګښت ټینګار کړی او د ترانزیت په برخه کې باجوه وعده کړې، چې افغانستان ته د افغان سوداګرو د مالونو د ژر انتقال په برخه کې به اړین اقدامات کوي.