طالبانو افغانستان کښې يو قومي مشر ووژۀ
Apr 04, 2020 09:14 Asia/Kabul
طالب ډلې په تخار ولايت کښې يو قومي مشر له تښتولو وروسته په ډېره غميزناکه توګه ووژۀ
د آوا افغان خبري آژانس د رپوټ له مې د تخار د پوليسو وياند وويل، طالبانو بېګا د دغه ولايت په تالقان ولسوالۍ کښې ملا منصور نومې يو قومي مشر له ماښام نمانځه نه وروسته وتښتوۀ.
اخليل اسير زياته کړه طالبانو له دغه اقدامه وروسته دغه قومي مشر سخت شکنجه کړه او بيا ترې سر پرې کړ او د هغه جسد يې د هغه له کور سره نزدې وغورزوۀ.
څو ورځې مخکښې هم په همدغه ولايت کښې يو بل قومي مشر ناپېژندل شويو وسله والو ووژۀ.
تر اوسه د افغانستان زياتره قومي مشران د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د امريکائي فوځيانو او طالبانو او همدارنګ د داعش ترهه ګرې ډلې په حملو کښې وژل شوي دي چې دې چارې د افغان ولس قهر راپارولے دے.
ټیګونه