طالب بندیان به له آزادۍ وروسته جنګ ته نه ستنیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89104-طالب_بندیان_به_له_آزادۍ_وروسته_جنګ_ته_نه_ستنیږي
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل چې د دغې ډلې بندیان به د افغانستان د حکومت له جیلونو له خوشې کیدو وروسته د جنګ ډګرونو ته ستانه نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2020 02:15 Asia/Kabul
  • طالب بندیان به له آزادۍ وروسته جنګ ته نه ستنیږي

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل چې د دغې ډلې بندیان به د افغانستان د حکومت له جیلونو له خوشې کیدو وروسته د جنګ ډګرونو ته ستانه نه شي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د جنګ میدان ته د طالبانو د آزاد شویو کسانو د نه ستنیدو لپاره د دغې ډلې له خوا د ضمانت وړاندې کولو په هکله د افغانستان د ملي امنیت د عالي شورا له بیابیا ټینګار وروسته، سهیل شاهین پرون وویل: طالب قیدیان به د حکومت له جیلونو له خوشې کیدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي او جنګ ته ستنیدو ته یې ضرورت نشته.

له دې مخکښې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل ویلې وو چې د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم، په تدریجي او مشروط ډول د طالب بندیانو د آزادۍ بهیر پیلیږي خو دغه کار تراوسه نه دی شروع شوی.