د طالب زندانیانو د آزادۍ د ځنډیدو وجوهات
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89146-د_طالب_زندانیانو_د_آزادۍ_د_ځنډیدو_وجوهات
د افغانستان د ځايي ارګانونو د ادارې مشر وویل: د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو د ۱۵ لوړرتبه مشرانو په آزادولو د دغې ډلې ټینګار د دواړو لورو ترمینځ د بندیانو په تبادله کښې د ځنډ اصلي وجه ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 07, 2020 02:18 Asia/Kabul
  • د طالب زندانیانو د آزادۍ د ځنډیدو وجوهات

د افغانستان د ځايي ارګانونو د ادارې مشر وویل: د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو د ۱۵ لوړرتبه مشرانو په آزادولو د دغې ډلې ټینګار د دواړو لورو ترمینځ د بندیانو په تبادله کښې د ځنډ اصلي وجه ده.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې متین بیګ پرون په کابل کښې په یوې خبري غونډې کښې وویل: د افغانستان حکومت په وړومبي ګام کښې نیت لري چې تر څلورو سوو طالب قیدیان خوشې کړي خو د دغې ډلې تخنیکي پلاوی د خپلو پنځلسو لوړرتبه جنګي قومندانانو په آزادۍ ټینګار لري.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د ادارې مشر دې ټکي ته په اشارې سره چې د افغانستان حکومت اعتماد جوړونې ته تیار دی څو د طالب ډلې د قیدیانو د تدریجي آزادۍ بهیر پيل کړي، څرګنده کړه: دغو پنځلسو طالب مشرانو په څو ترهګرو بریدونو کښې لاس درلود او په دې وجه حکومت نه شي کولی چې د خلکو قاتلان آزاد کړي.

متین بیګ زیاته کړه: که طالبان صلحه غواړي نو باید د زندانیانو تدریجي او مشروطې آزادۍ ته غاړه کښیږدي چې البته دا مسئله د جنګ او تاوتریخوالي د کمولو په شرطونو پورې هم تړلې ده.