د دښمن د تباه شویو بې پایلوټه الوتکو شمیر ۱۵۹ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171900-د_دښمن_د_تباه_شویو_بې_پایلوټه_الوتکو_شمیر_۱۵۹ته_ورسید
پارس ټوډی- د ایران د اسمان دفاع کونکو په یوه ماندګاره جنګ کښې د یوې جنګي الوتکې او د پینځو نورو الوتکو په نسکورولو سره د ایران په اسمان کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د ځواکونو لپاره توره ورځ رامینځته کړه.
(last modified 2026-04-04T04:13:40+00:00 )
Apr 04, 2026 08:31 Asia/Kabul
  • د دښمن د تباه شویو بې پایلوټه الوتکو شمیر ۱۵۹ته ورسید

پارس ټوډی- د ایران د اسمان دفاع کونکو په یوه ماندګاره جنګ کښې د یوې جنګي الوتکې او د پینځو نورو الوتکو په نسکورولو سره د ایران په اسمان کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د ځواکونو لپاره توره ورځ رامینځته کړه.

پارس ټوډی سایټ راپور راکړی، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د هوا فضا  ځواک د دافع هوا برخې مبارزان په تیرې جمعې ورځې بریالي شول د ایران د «خمین» او د «زنجان» سیمو په فضا کښې دوه کروز توغندي او په اصفهان ولایت کښې دوې(۲) ایم کیو نهه ډول یرغلیزې بې پایلوټه الوتکې او د بوشهر په اسمان کښې یوه هرمیس بې پایلوټه الوتکه وولي او هغه نسکورې کړي.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د هوا فضا ځواک د دافع هوا یعني هوايي دفاع برخې د تیریګر دښمن یوه پرمختللي جنګي الوتکه د ایران په مرکز کښې په بریالیتوب سره تباه کړه.

د دغو دریو  بې پایلوټه الوتکو په نسکوریدا سره د ایران د هوايي دفاع سیسټم یعني د دافع هوا د ګډ مرکز لخوا د دښمن د تباه کړې شویو بې پایلوټه الوتکو شمیر یوسل نهه پنځوسو ته ورسید.