طالب مرکچي ټيم له کابله خبرو پرته بیرته ګرځوو
طالبان په داسې حال کې د اشرف غني حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو د بهیر په ځنډولو او پلمو جوړولو تورنوي ، چې د افغانستان دځاي زندانونو د ادارې مشر متیب بیګ وائي ، طالبان ددغې ډلې د خپلو هغو پنځلس لوړروتبه قوماندانانو پر خوشی کیدا ټینګار کوي ، چې په څو ځان مرګو حملو کې ئې رول درلودلی او حکومت دغه کسان نشي خوشي کولی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین نن په یولړ څرګندونو کې د بندیانو دخوشي کولو لپاره له افغان چارواکو سره د خبرواترو د درولو له اعلانه وروسته وئیلي دي ، دغه ډله په لومړي فرصت کې خپل مرکچي پلاوی له کابله بیرته ګرځوي .
سهیل شاهین وئيلي دي ، د دوحې د موافقې په اساس طالب بندیان باید له دې مخکې خوشي شوي وائ څو د بین الافغاني خبرواترو زمینه هواره شوي وائ ، خو اشرف غني د بندیانو خوشي کولو ته تیار نه دی .
د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې شوي تش په نامه موافقې په اساس چې څلويښت ورځې مخکې په قطرکې لاسلیک شوي،واشنګټڼ باید له افغان زندانونو دپنځه زره طالب بندیانو دخوشي کولو آسانتیاوې برابري کړی،خو اشرف غني وائي،سوکه سوکه او په مشروط ډول د بندیانو خوشي کولو ته تیار دی .