طالبان د سلو تنو بندیانو آزادول نه تائیدوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89193-طالبان_د_سلو_تنو_بندیانو_آزادول_نه_تائیدوي
طالبان وايي دوي هغه خبرونه نه شي تائیدولې چې په دې وروستیو کښې د بندیانو د آزادولو په اړه خپاره شوي دي او د افغانستان د ملي امنیت شورا ادعا کړې چې د طالبانو له لېسټ سره سم یې بندیان آزاد کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2020 01:18 Asia/Kabul
  • طالبان د سلو تنو بندیانو آزادول نه تائیدوي

طالبان وايي دوي هغه خبرونه نه شي تائیدولې چې په دې وروستیو کښې د بندیانو د آزادولو په اړه خپاره شوي دي او د افغانستان د ملي امنیت شورا ادعا کړې چې د طالبانو له لېسټ سره سم یې بندیان آزاد کړي دي.

د طالبانو د بندیانو د کمیشن سرچینو افغان رسنيو ته وویل چې د دوي پلاوے د کابل څخه خپلو سیمو ته لاړ دے، دوی دغه پلاوے  د دې لپاره لیږلی و چې د آزاد شويو بندیانو تصدیق او تائید وکړي خو اوس چې په بګرام کښې د دوي پلاوے نشته، اشرف غني او اداره یې که د بندیانو سره هرڅه کوي، په مونږ پوري اړه نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، زمونږ د پلاوي له را ګرځېدو وروسته که کابل اداره بندیان خوشي کړي وي، مونږ یې د هغې پروسې برخه نشو بللې چې له امریکې سره پرې توافق شوے دے.

د طالبانو د بندیانو کمیشن مشر حاجي ترابي په دې اړه وویل: مونږ پوهیږو چي په بګرام کي په زرګونو غیر طالب جنایی بندیان وجود لري کیدې شي چي دکورونا په سبب دي دوي جنایی بندیان ازاد کړي او نوم دي دطالبانو پرې کیږدي ځکه چې داسي کار پخوا هم دکابل ادارې کړے و نهه سوه بندیان یی دطالبانو په نامه خوشي کړل خو په هغو کي صرف دوه سوه شپیته طالبان وو نور ټول جنایی بندیان وه.