د کرونا د مخنیوي لپاره
کابل ښار کې ګرځبندیز لاسخت کړی شو
سر له ننه په کابل کښې له کوره بهر راتګ په تېره بیا له اړینو وظیفوي چارو پرته په واټونو کې ګرځېدنه په جدي ډول منع شوې دی
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي څرنګه چې د کورونا ویروس کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی، نو پر دې بنسټ ملي پولیس مکلف دي څو د دې ویروس له خپرېدو د مخنیوي لپاره وضع شوي محدودیتونه په جدي توګه پلي کړي تر څو د دې ناوړه او وژونکي ویروس له خپریدلو څخه مخنیوی وشي.
سر له ننه له کوره بهر راتګ په تېره بیا له اړینو وظیفوي چارو پرته په واټونو کې ګرځېدنه په جدي ډول منع شوې او پولیس په دې برخه کې له سرغړوونکو سره قاطع او قانوني چلند کوي.
د کورونا ویروس دمخنیوي ټرټولو غوره اوګټوره لاره دا ده چې کور کښې پاتې شئ او پدې وسیله په کورونا ویروس له اخته کېدو د مخنیوي لپاره د خپل ځان، کورنۍ او خلکو ژوند وژغورئ.