په افغانستان او پاکستان کې هم په کرونا دککړو شمیر زیات شوی
دپاکستان مرکزی او صوبائي حکومتونو په درست هیواد کې لاک ډاؤن کړی او د جمعې لمانځه پشمول په د رستو دستورو او غونډو بندیز لګیدلی څو د کرونا ویروس د خوریدا مخنیوی وکړائ شي .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د روغتیائي چارو زوارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د افغانستان د کابل پشمول په یولسو ولایتونو کې په تیرو شواروزو کې په کرونا ویروس اوه دیرش ککړ کسان پيژندل شوي او تر دې دمه په د رست هیواد کې د ککړ کسانو شمیر پنځه سوه یوویشت تنو ته زیات شوی دی .
ددغه راپور په اساس یوبل کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ټول شمیر شپاړسو کسانو ته ورسید. د افغانستان د روغتیائی چارو وزارت وئيلي دي ، ددغه هیواد روغتونونه د کرونا ویروس دتشخیص او معلومولو لپاره څه دپاسه یو میلیون کیټس ته اړتیا لري .
همداراز د پاکستان د ورغتیائي چارو سلاکار ډاکټر ظفر مرزا هم وئيلي دي، تر نن ماسپيښین پورې په دغه هیواد کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر څلور زره شپږ سوه یو څلویښت کسانو ته رسیدلی او د درو نورو قربانیانو په زیاتیدو سره د مړو شمیر هم شپږشپیته تنو ته زیات شوی او دغه ناروغي هماغه راز په زیاتیدا ده . وئیل کیږي ، دپاکستان مرکزی او صوبائي حکومتونو په درست هیواد کې لاک ډاؤن کړی او د جمعې لمانځه پشمول په د رستو دستورو او غونډو بندیز لګیدلی څو د کرونا ویروس د خوریدا مخنیوی وکړائ شي .