اشرف غني له کرونا سره په لازیاتې مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89254-اشرف_غني_له_کرونا_سره_په_لازیاتې_مبارزې_ټینګار_وکړ
د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په لاچټک عمل ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2020 01:33 Asia/Kabul
  • اشرف غني له کرونا سره په لازیاتې مبارزې ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په لاچټک عمل ټینګار وکړ.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې محمد اشرف غني پرون د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د عمومي مشر په توګه د فضل محمود فضلي د معرفي کولو په دستورو کښې په خپله وینا کښې زیاته کړه: د ټولو دنده دا ده چې د کرونا له خطرناکې او وباډوله ناروغۍ سره په سم مدیریت او د مناسبو فرصتونو په کارولو سره مقابله وکړي چې د دې بیمارۍ جرړه وچه شي.

په دغو مراسمو کښې د اشرف غني وړومبي مرستیال امر ا... صالح هم وویل: بې شکه چې کرونا وایرس په نړیواله سویه پر فردي، اقتصادي، تجارتي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو منفي اغیزه کړې ده او حکومت له پکار دي چې په حقیقت پسنده ډول له دغه وایرس سره د مبارزې په موخه خلکو ته روحیه او ډاډ ورکړي.