افغانستان کښې د ملکي وګړو وژله اندیښمنونکې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89338-افغانستان_کښې_د_ملکي_وګړو_وژله_اندیښمنونکې_ده
په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د تش د نامې صلحې د موافقې له لاسلیکیدو راهیسې په افغانستان کښې پرله پسې چاودنې، حملې او ملکي او پوځي افغانانو وژله همهغه شان دوام لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2020 10:40 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د ملکي وګړو وژله اندیښمنونکې ده

په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د تش د نامې صلحې د موافقې له لاسلیکیدو راهیسې په افغانستان کښې پرله پسې چاودنې، حملې او ملکي او پوځي افغانانو وژله همهغه شان دوام لري.

په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د تش د نامې صلحې د موافقې له لاسلیکیدو راهیسې په افغانستان کښې پرله پسې چاودنې، حملې او ملکي او پوځي افغانانو وژله همهغه شان دوام لري.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن په خپل نوي رپورټ کښې وویل چې د فرورۍ له نهویشتمې نه تر نن چارشنبې پورې په دغه هیواد کښې د څو ښځواو ماشومانو په شمول څه باندې دوه سوه ملکي وګړي وژل شوې دي.

دغه کمیشن د غیرپوځي تلفاتو له لوړې اندازې د اندیښنې په څرګندولو سره زیاته کړه: ۵۰ فیصده غیرپوځي تلفات د طالب ډلې له خوا او نور یې د داعش ترهګرې ډلې او نورو نامعلومو کسانو له خوا رامینځته شوې ده.

دغه رپورټ زیاتوي چې طالبانو په تیره یوه نیمه میاشت کښې ۳۵ تنه نور ملکي وګړي ولجه کړې دي چې تراوسه یې د برخلیک په هکله هیڅ خیر خبر نشته.