ټول امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89517-ټول_امریکايي_ځواکونه_دې_له_افغانستانه_ووځي
د یوې نظرپوښتنې پایلې ښودنه کوي چې د امریکې زیاتره زاړه عسکر له افغانستانه د خپل هیواد د پوځیانو د بشپړې وتنې غوښتونکې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2020 03:11 Asia/Kabul
  • ټول امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي

د یوې نظرپوښتنې پایلې ښودنه کوي چې د امریکې زیاتره زاړه عسکر له افغانستانه د خپل هیواد د پوځیانو د بشپړې وتنې غوښتونکې دي.

ملټري ټایمز خبري سایټ لیکلې دي، د هغې نظرپوښتنې نتایج چې د امریکې د اندیښمنو پخوانیو پوځیانو له خوا ترسره شوې، ښودنه کوي چې په دغې نظرپوښتنې کښې ګډون کونکو ۷۳ فیصده پخوانیو پوځیانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړې وتنې ملاتړ وکړ.

د دغې ډلې اجرايي مدیر نِټ انډرسن وویل: له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو د ملاتړ زیاتیدل په دغه هیواد کښې کابو له دوو لسیزو څخه د ستومانۍ نښه ده.

امریکې او انډیوالانو یې په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت تامینولو په پلمه په دغه هیواد حمله وکړه خو له هغه وخت راهیسې په افغانستان کښې ناامني، ترهګري او د نشه ایزو موادو تولید زښت زیات شوی دی.

د افغانستان خلکو او چارواکو هم په خپل هیواد کښې د امریکې به مشرۍ د بهرنیو پوځیانو د شتون په دوام باندې په کراتو نیوکې کړې دي او د هغوي د وتلو غوښتونکې شوې دي.