ننګرهار کی دکرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکول کیږي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس رحیم الله خوږیانی وایی دملګرو ملتونود یوینسیف اداری په مرسته به د دینی عالمانو او روغتیاپالانو سره په ګډه ددې ولایت ټولو ولسوالیو ته د یو موټریز کاروان په شکل سفر وکړي او خلکو ته به دکرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکړي .
نوموړی وویل دا کار یی ددی له امله پېل کړ چی په لرې پرتو سیموکې د تلویزیون ،اینټرنیټ او راډیو اسانتیاوی هومره نشته او خلک لا د کرونا ویروس په اړه معلومات نه لري .
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس وویل خلکو ته به د دیني عالمانو او روغتیاپالانو پر مټ د کورنا ویروس په اړه د معلوماتو ورکولو تر څنګ هماسکونه او د لاس مینځلو صابون هم ورکړل شي .
ننګرهار ولایتی اداره دا ګام وروسته له هغی پورته کوي چې په دې ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتوپیښو د ډیریدو اندیښنی مخ په زیاتیدو دی.
چارواکی یی عامل د خلکو له لورې دډاکترانو او امنیتی کارکوونکو پر لارښوونو عمل نه کول او دغه راز دخلکو د پوهی کچي ټیټوالی بولي دا مهال په ننګرهار کی کرونا ویروس څلوردیرش(34) مثبتی پیښي ثبت شوي دي .