کابل کښې د بم چاودنه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89635-کابل_کښې_د_بم_چاودنه_وشوه
د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د بم د چاودیدو له امله یوشمیر کسان ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2020 08:57 Asia/Kabul
  • کابل کښې د بم چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د بم د چاودیدو له امله یوشمیر کسان ژوبل شول.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړې چې د کابل د پولیسو قومندانۍ وویل چې دغه مقناطیسي بم چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د کارکونکو په یو ګاډي کښې ایښودل شوې و، نن د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کښې وچاودیده.

د خبر تر مخابره کیدو پورې د چاودنې له امله څو کسان ژوبل شوې دي خو د احتمالي وژلې په هکله یې تراوسه کوم خبر نه دی رارسیدلې.

د دې چاودنې پړه هم تراوسه چا نه ده منلې خو دا ډول زیاتره چاودنې طالب ډله کوي.