په افغانستان کې په کرونا ویروس ککړوکسانو شمېر نور هم زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89673-په_افغانستان_کې_په_کرونا_ویروس_ککړوکسانو_شمېر_نور_هم_زیات_شوی
په افغانستان کې په دې ویروس اخته ۵۸ کسان مړه شوي ، البته ۲۲۸ په درملنې پسې ښه شوي هم دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2020 00:45 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په کرونا ویروس ککړوکسانو شمېر نور هم زیات شوی

په افغانستان کې په دې ویروس اخته ۵۸ کسان مړه شوي ، البته ۲۲۸ په درملنې پسې ښه شوي هم دي .

زمونږخبریال راپور راکړ   د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوي وحیدا....مایار  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په افغانستان کې په  کورونا ویروس د ککړتیا  ۱۲۵ نوې پېښې ثبت شوي  چې په هرات ولایت کې ددغې ککړتیا  ۲۱، په کابل ولایت کې ۱۵، په کندهار ولایت کې ۱۵، په بلخ ولایت کې ۱۰، په لوګر ولایت کې ۹، په جوزجان ولایت کې ۸ او په پنجشېر، لغمان او پکتیا ولایتونو هر یوه کې ۷، په غزني او تخار ولایتونو هر یوه کې ۶، په ننګرهار ولایت کې ۵، او په هلمند، کنړ او ورک ولایتونو  دوې  دوې، او بادغیس، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې هم یوه یوه مو یوه مثبتې  پېښې ثبت  شوي دي .

د وحید ا...  مایار په وینا په افغانستان کې په دې ویروس اخته ۵۸ کسان مړه شوي ، البته  ۲۲۸  په درملنې پسې ښه شوي هم دي .