په دایکندي کښې طالبانو او حکومتی عسکرو نښته کړي
Apr 30, 2020 00:23 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په دایکندي ولایت کښې د طالبانو او د افغانستان د عسکرو ترمینځ په نښتې کښې دولس (۱۲) طالبان وژل شوي .
د افغانستان د دایکندي ولایت چارواکو وویل دغه نښته پرون هغه وخت پیل شوه چې طالبانو په کجران ولسوالۍ برید وکړ خو حکومتي عسکرو یې مقابله وکړه .
په دغه نښتې کښې یو (۱) حکومتي عسکر مړ او شپږ (۶) طالبان او یو(۱) پولیس ژوبل شو .
د افغانستان د دایکندی ولایت چارواکو ویلي دي طالبانو په دغه حملې کښې د کجران ولسوالۍ د مخابرانو د بریښنا ستني هم له مینځه وړي ده .
ټیګونه