د کورونا په وجه د افغانستان د ولسي جرګې تعطيلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89700-د_کورونا_په_وجه_د_افغانستان_د_ولسي_جرګې_تعطيلي
د افغانستان د ولسي جرګې مشر د کورونا وائرسو له امله د دغه هېواد د ولسي جرګې د تعطيلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2020 07:47 Asia/Kabul
  • د کورونا په وجه د افغانستان د ولسي جرګې تعطيلي

د افغانستان د ولسي جرګې مشر د کورونا وائرسو له امله د دغه هېواد د ولسي جرګې د تعطيلېدو خبر ورکړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني نن چې د دغه هېواد د ولسي جرګې د تعطيلېدو بحث مطرح کړے ؤ د کورونا وائرسو د پراختيا په وجه د جرګې د دوه اونيز تعطيل موضوع رائې ته  وړاندې کړه.

په دغه ناسته کښې د جرګې له دوه نيم سوو غړيو څخه يوازې پينځه شپېتۀ تنو شتون لرۀ ‎، خو رحماني وويل چې په دې اړه فېصلې کولو لپاره د غړيو د نصاب حد ته ضرورت نشته او د جرګې د دوه اونيز تعطيلېدو لپاره فېصله به د حاضرو کسانو د اکثريت رايو په بنياد اوشي.

هغه زياته کړه، د افغانستان د روغتيا د وزارت د سپارښتنو او خبرداريو له مخه د حالاتو تر ښۀ کېدو پورې ولسي جرګه بايد تعطيل شي.

د افغانستان د روغتيا وزارت له دې مخکښې هم د دغه هېواد د ولسي جرګې د  تعطيلېدو موضوع مطرح کړې وه خو يو شمېر استازيو ورسره مخالفت وکړ او وې ويل چې په اوسنيو حالاتو کښې جرګه پکار  دے د افغان ملت ترڅنګه وي او بايد تعطيل نه شي.