په کابل کښې د کرونایي محدودیتونو تمدید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89783-په_کابل_کښې_د_کرونایي_محدودیتونو_تمدید
په افغانستان کښې په کرونا ویروس د ککړو شمیر کښې زیاتوالي له کبله د دغه هیواد په پلازمینه کابل کښې کرونایي محدودیتونه تمدید شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2020 06:57 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د کرونایي محدودیتونو تمدید

په افغانستان کښې په کرونا ویروس د ککړو شمیر کښې زیاتوالي له کبله د دغه هیواد په پلازمینه کابل کښې کرونایي محدودیتونه تمدید شول.

د شنبې په ورځ د افغانستان حکومت خبر ورکړ، د کورونا ویروس د مخنیوي له وجهې، په کابل کښې د تګ راتګ بندیز اعلان شوی.
په پلازمینه کښې د رمضان المبارک تر پایې پورې دا بندیز تمدید شوی دی.
دا دریم ځل دی چې په کابل ښار کښې د تګ راتګ محدودیتونه تمدیدیږي.
د افغانستان د کورنۍ چارو وزارت هم اعلان کړی و چې په کابل کښې به د تګ راتګ محدودیتونه سخت کړي.
د راپور پراساس، په افغانستان کښې د کورونایي قربانیانو شمیر تر دوه اویا او د ککړو شمیر تر دوه زره او پنځه سوه رسیدلی دی.