طالبانو ته د امريکې خبردارے او د دوحې د موافقې نامعلومه مستقبل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89795-طالبانو_ته_د_امريکې_خبردارے_او_د_دوحې_د_موافقې_نامعلومه_مستقبل
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستلو د وعدې باوجود د دغې وعدې په عملي کولو کښې له زياتو مشکلاتوسره مخامخ دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2020 09:46 Asia/Kabul
  • طالبانو ته د امريکې خبردارے او د دوحې د موافقې نامعلومه مستقبل

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستلو د وعدې باوجود د دغې وعدې په عملي کولو کښې له زياتو مشکلاتوسره مخامخ دے.

 که څه هم په  دې اړه د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کښې د واشنګټن او طالب ډلې موافقه لاسليک شوه خو د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د طالبانو د حملو د دوام په شمول د دغې موافقې اجرا له زياتو خنډونو سره مخامخ ده.

په دې لړ کښې د امريکې فوځ د مۍ په دويمه نېټه په يو ليک کښې طالبانو ته خبردارے ورکړ چې په افغان ځواکونو باندې خپلې حملې کمې نه کړي له سخت ځواب سره مخامخ شي. په افغانستان کښې د امريکائي ځواکونو وياند کرنل سوني لېګېټ د طالب ډلې وياند ذبيح ا...مجاهد ته  په دغه دوه مخيز ليک کښې له ټولو لورو څخه غوښتي دي چې له زغم نه دې کار واخلي. لېګېټ ليکلي دي: که تاوتريخوالي کم نه شي نو ځواب ورته ورکړې شي. ټول لوري پکار دے سياسي لارې ته راوګرځي. افغانان دې همدا اوس د خبرو اترو مېز ته کښيني او د افغانستان د مستقبل په باره کښې دې له يو بل سره خبرې اترې وکړي.

طالبانو له امريکې سره په دوحه کښې د فرورۍ د نهويشتمې د موافقې له لاسليکولو وروسته په افغانستان کښې په بهرنيو ځواکونو خپلې حملې بندې کړې دي خو په افغان ځواکونو د دغې ډلې حملې زياتې شوې دي. د دوحې د موافقې له مخې دغې ډلې ژمنه کړې ده چې له افغان  حکومت سره به خبرې اترې شروع کړي. په افغان ځواکونو د طالب ډلې د حملو د زياتېدو چلند چې دغې ډلې پسرليز عمليات نومولي دي په افغانستان کښې د جنګ د يوې نومې مرحلې شروع کېدل دي. دغې ډلې اوس خپلې زياتره حملې په ښارونو کښې نه بلکې په کليوالو سيمو متمرکزې کړې دي. د افغانستان د ملي امنيت  شورا وياند فېصل جاوید د تېر اپرېل په ۲۵ نېټه وويل: د فرورۍ له نهويشتمې څخه چې د صلحې موافقه لاسليک شوه د اپرېل تر شلمې پورې طالبانو په ټول افغانستان کښې دوه زره اته سوه څلور ترهه ګريز فعاليتونه ترسره کړي دي چې په متوسطه توګه هره ورځ ۵۵ مورده جوړيږي. دغه شمېرنې ښودنه کوي چې طالبان د صلحې لپاره هيڅ کوشش نه کوي او د افغانانو په خلاف د جنګ او وحشت لارې ته دوام ورکوي.

د امريکې او طالبانو موافقه دوه مهمې برخې لري چې له هغو څخه يوه يعنې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل د روان ميلادي کال له مارچ څخه له افغانستانه د امريکائي ځواکونو په تدريجي توګه وتلو سره شروع شوي دي. خو بلې برخې يعنې د پائېدارې ډزبندۍ د اجرا کولو او په اقتدار کښې د طالبانو ونډه لرلو لپاره د افغانانو ترمېنځ خبرو اترو اترو ډېر کم پرمختګ لرلے دے. طالبان ادعا کوي چې تر هغه وخته چې د دغې ډلې او افغان حکومت ترمېنځ موافقه ترلاسه نه شي، څه ډزبندي نشته او هغوي اجازه لري چې په افغان فوځيانو او پوليسو حملې وکړي او په همدې وجه يې خپلو خونړيو حملو ته حتی له افغان حکومت سره د خبرو اترو کولو باوجود دوام ورکړے دے.

اوس د اشرف غني او عبدا... عبدا... ترمېنځ د اقتدار په سر د لانجې په وجه د افغانستان مرکزي حکومت په عملي توګه دوه ټوټې شوے دے او په بنيادي توګه معلومه نه ده چې دغه حکومت به کوم وخت د واشنګټن او طالبانو د موافقې موارد اجرا کړي؛ که څه هم د ځينو رپوټونو له مخې د اشرف غني او عبدا... عبدا... ترمېنځ د موافقې مسوده تياره شوې ده او ډېره زر به حتمي شي. په هر حال د طالب ډلې او افغان حکومت ترمېنځ د موافقې له حاصلېدو نه بغېر به د دوحې موافقه په عملي توګه بې ارزښته وي.

دغه ټول مسائل د دې سبب شوي دي چې د ټرمپ حکومت په عملي توګه د افغانستان د بحران په هواري کښې له بندون سره مخامخ شي. اوس پېنټاګان په افغان ځواکونو د حملو له جاري ساتلو څخه د لاس اخېستلو په هيله نېغ په نېغه د طالبانو په ګواښلو لاس پورې کړےدے. خو طالبانو دغې مسئلې ته دومره څه توجه نه ده کړې او په مقابل کښې يې واشنګټن ته خبردارے ورکړے دے. د طالب ډلې وياند ذبيح ا... مجاهد په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د امريکې ليک ته په يو لنډ ځواب کښې د دغه ليک د مضمون تحريکونکي بللو سره وليکل،د خپلو ژمنو احترام وکړئ.

د هغه اشاره په بشپړه توګه د طالب بنديانو د آزادۍ او د دغې ډلې او افغان حکومت ترمېنځ په متواتره توګه د خبرو اترو د نه کېدو په شمول د دوه اړخيزې موافقې د زياترو مفادو نه اجرا کېدو ته  ده. طالبانو د خپلو ځواکونو په خلاف د تشدد او حملو د زياتېدو په وجه په امريکه او افغان حکومت نيوکه کړې او هغوي يې د دوحې د موافقې د مفادو په خلاف ورزۍ تورن کړي دي. په دا ډول د دوحې د موافقې مستقبل او د هغې د مفادو اجرا اوس د شک او ابهام په شپول کښې ګېره ده.