اسلامي ایران افغانستان ته لس زره ماسکونه ډالۍ کړل
May 05, 2020 08:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د کورونا ویروس خپریدا او د روغتیا او طبي تجهیزاتو او شیانو ته د دغه هیواد اړتیا ته په پام سره افغانستان ته لس زره (۱۰۰۰۰)ماسکونه واستول .
په هرات کښې د ایران کنسولګرۍ وویل د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ملت او حکومت سره د انسان دوستانه مرستو په دوام کښې پرون د هرات ولایت د روغتیا ادارې ته له کورونا سره د مبارزې لپاره لس زره (۱۰۰۰۰)ماسکونه ډالۍ کړل .
تیره اونۍ هم د ایران اسلامي جمهوریت د مرستو لومړنی پیټی چې د کورونا ویروس د تشخیص پینځه زره (۵۰۰۰) کیټونه پکښې شامل وو افغانستان ته استولی وو .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې (۱) خبر پاڼې په خپرولو سره د ایران د بشر دوستانه اقداماتو قدرونه وکړه .
ټیګونه