د افغانستان حکومت د طالبانو سل نور بندیان خوشي کړل
May 05, 2020 09:12 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایي د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل د طالبانو څه د پاسه سل (۱۰۰) بندیان د کورونا د کنټرولولو او د سولې لپاره د هڅو په لړ کښې له زندان څخه خوشي شول .
د افغانستان د ملي امنیت شورا مطبوعاتی دفتر وویل د طالبانو یوسل دوه (۱۰۲) بندیان د هغوې عمر ، جسمي حالت او د زندان دپاتې مودې ته په پام سره له بندي خانو څخه خوشي شول .
د افغانستان د حکومت له زندانونو څخه د طالبانو د ازاد شویو کسانو شمیر اته سوه پنځوسو (۸۵۰) ته رسیدلی دی .
ټیګونه