د افغانستان عامې روغتیاوزیرپه کرونا ویروس ککړ شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس له خوریدا راهسې تر دې دمه په دغه هیواد کې کابو یو سل پنځوس ډاکټران او نرسان او همداراز کابو څلوریښت خبریالان او رسندوئي فعالان هم په کرونا ویرو س ککړ شوي دي او همداراز په درست افغانستان کې تر پرون نا وخت پورې د ککړو کسانو شمیر هم درې زره څلور سل تنه او د قربانیانو شمیر هم یو سل څلور تنه ښودل شوی دی .
د افغانستان د روغتیائي چارو وزارت ویاند وحیدا.... مایار پرون ناوخته د یوه غږیز پیغام په وسیله د افغانستان د روغتیائي چارو د وزیر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس دککړتیا موضوع تایید کړي او وئيلي ئې دي ،دښاغلي فېروز روغتیايي وضعّیت ښه دی.
وحید ا...مایار وئيلی دي د روغتیائي چارو وزیر له څو ورځو راهیسې په کرونا ویروس د ککړتیا نښې نښانې درلودې او په کور کې قرنطین شوی ؤ ، البته اوس ئې روغتیايي وضعیت په ښه کیدو دی .
راپور ښئ په افغانستان کې د کرونا ویروس له خوریدا راهسې تر دې دمه په دغه هیواد کې کابو یو سل پنځوس ډاکټران او نرسان او همداراز کابو څلوریښت خبریالان او رسندوئي فعالان هم په کرونا ویرو س ککړ شوي دي او همداراز په درست افغانستان کې تر پرون نا وخت پورې د ککړو کسانو شمیر هم درې زره څلور سل تنه او د قربانیانو شمیر هم یو سل څلور تنه ښودل شوی دی .