طالبانودافغان حکومت مهم زندانیان خوشي کړي
د طالبانو له لوري د حکومت د زندانیانو د خلاصون خبرونه داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې حکومت ادعا کړې وه، طالبانو له ورسپارل شوي لیست سره سم زندانیان نه دي خلاص کړي.
دافغان رسندویو له راپور سره سم طالب او حکومتي زندانیانو د تبادلې په دوام کې طالبانو په هرات ولایت کې د حکومت زندانیان خوشي کړي. د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون یوه تن مسئول وویل، چې پرون د حکومت له لوري له بګرام زندان څخه ۷۰ تنه طالب زندانیان او د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې د حکومت ۱۷ بندیان خلاص شوي.
د سرچینې په خبره، د طالبانو له لوري خلاص شوي اووه لس تنه تېر کال په بادغیس ولایت کې نیول شوي او حکومت ته مهم وو، چې د هغوی له لوري په سپارل شوي لیست کې یي ځای درلود او په بیا، بیا یې د حکومت له لوري د خلاصېدو غوښتنه هم کېده.
د طالبانو له لوري د حکومت د زندانیانو د خلاصون خبرونه داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې حکومت ادعا کړې وه، طالبانو له ورسپارل شوي لیست سره سم زندانیان نه دي خلاص کړي.
طالبانو د حکومت دا ډول ادعاوې رد کړې او په هیواد کې د کرونا له خپرېدو او زندانونو ته ددې وژونکې ناروغۍ له سرایت سره هم مهاله یې د زندانیانو د تبادلې پروسې پر چټکتیا ټینګار زیات کړی.
بل لور ته حکومت که څه هم د زرګونو جنايي بندیانو د خلاصون امر ورکړی، خو وایي، تر پنځلس سوه زیات طالب زندانیان نه خوشي کوي او طالبان باید د همدومره اندازه زندانیانو له خلاصون سره هم مهاله له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.