د افغانستان په مختلفو نښتو کښې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په تازه نښتو کښې اتلس تنه وژل شوي او پنځلس نور زخمي شوې دي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د لوګر د پولیسو ویاند شاه پور احمد نیازي پرون وویل چې د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کښې په یو کور باندې د هاوان د حملې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې ملکي وګړي زخمي شول.
هغه طالبان د دغې حملې ذمه وار وبلل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کښې، په احمد آباد ولسوالۍ کښې له پولیسو سره په نښته کښې د طالب ډلې د اوو غړو د وژل کیدو او د دریو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
افغان پولیسو هم داشان له دغې نښتې وروسته د طالبانو د نشه ایزو موادو او چاودونکو توکو یو ګودام ومونده چې ورڅخه کابو پنځلس ټنه نشه ایز توکي او پنځه سوه کیلوګرامه چاودونکي توکي ترلاسه شول.
د افغانستان په شمال کښې هم د ملي اردو قومندانۍ ویلي چې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کښې له افغان پوځیانو سره په نښته کښې دوه تنه طالبان وژل شوي او یو بل طالب زخمي شو.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کښې له افغان پوځیانو سره د طالب وسله والو د نښتې خبر ورکړ چې له امله یې د دغې ډلې اته غړي مړه او اته نور ژوبل شوې دي.
بل خبر دا چې افغان پوځیانو په بلخ ولسوالۍ کښې د طالبانو د چاودونکو توکو د تولید یوه کارخانه موندلې او هلته یې سلګونه کیلوګرامه منفجره مواد نیولې دي.