ننګرهارکښې يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89972-ننګرهارکښې_يو_شمېر_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_واوښته
د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې ديارلسو تنو طالبانو ته د مرګ ژوبلې رسېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2020 08:43 Asia/Kabul
  • ننګرهارکښې يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله  واوښته

د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې ديارلسو تنو طالبانو ته د مرګ ژوبلې رسېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وويل تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اړوند سبنکاني سیمه کښی د امنیتی ځواکونو په پوستو ډله ییز بریدونه تر سره کړل چی د امنیتی ځواکونو له سخت مقاومت او ماتې سره مخ شول.

میاخیل وویل دامنیتي ځواکونو په ځوابی برید کښې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ژوبل شول چی د ځینو وژل شویو مړي او وسلې د جګړې په ډګر کښې پاتې دي او دهغوي یو شمیر موټرې هم ویحاړی شویدی

د ننګرهار والی وویل په دی نښته کښی امنیتی ځواکونواو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې، وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.