د افغانستان په ختیځ کې پر ملکي وګړو د طالبانو برید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90023-د_افغانستان_په_ختیځ_کې_پر_ملکي_وګړو_د_طالبانو_برید
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، طالبانو دې ولایت کې ۴ ملکیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 12, 2020 11:40 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځ کې پر ملکي وګړو د طالبانو برید

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، طالبانو دې ولایت کې ۴ ملکیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین نن رسنیو ته وویل چې د دي ولایت په خیرکوټ او وازه خوا ولسوالیو کې طالبانو پر ملکي وګړو برید کړي چي د امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۲ تنه هم ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم او دوه تنه د کلي سپین ږیري مشران دي. په دوو ټپیانو کې هم یوه ماشومه نجلۍ او بل یو ماشوم هلک دی.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دې برید په اړه څه نه‌دي ویلي.