په کرونا ویروس د ۸۰ فیصده افغانانو داخته کېدو خبرداری ورکړل شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي، که خلک روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام ونه کړي ۸۰ فیصده افغانان به په دې ویروس اخته شي .
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه ۲۸۱ نویو مثبتو ثبت شویو پېښو خبر ورکوي.
د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي، له دې سره د کرونا ویروس ټولې پېښې په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰۰ ته ورسېدې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي، که خلک روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام ونه کړي ۸۰ فیصده افغانان به په دې ویروس اخته شي .
وحیدالله مجروح په کابل کې خبریالانو ته وویل، که افغانان دې ویروس ته جدي پاملرنه ونه کړي هېڅوک ترې خوندي نه پاتې کېږي.
مجروح زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې اوس هم په همغه ډول جدي دي، د دې ویروس خپرېدا په ټولنه کې د پراختیا په حال کې ده، که روغتیايي اصول په پام کې ونیولي شي ممکن هر څوک ونیسي."
د ښاغلي مجروح په خبره، له ماسک څخه استفاده، په خپلو منځونو کې د واټن په نظر کې نیول او روغتیايي سپارښتونو ته جدي پاملرنه هغه موارد دي چې کولای شي په دې ویروس خلک کم اخته شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دمعلوماتو له مخې، تر دا مهاله ۱۲۷ کسه د دې ویروس له امله مړه شوي او ۶۱۰ کسانو بېرته خپله روغتیا ترلاسه کړې.