د کابل د ترهګرې حملې د مړو شمیر لازیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90052-د_کابل_د_ترهګرې_حملې_د_مړو_شمیر_لازیات_شو
د افغانستان په پلازمینې کابل کښې په یو روغتون باندې د ترهګرې حملې د وژل شویو شمیر ۲۴ تنو ته رسیدلې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2020 10:34 Asia/Kabul
  • د کابل د ترهګرې حملې د مړو شمیر لازیات شو

د افغانستان په پلازمینې کابل کښې په یو روغتون باندې د ترهګرې حملې د وژل شویو شمیر ۲۴ تنو ته رسیدلې دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال وحید ا... مجروح نن په خبري غونډه کښې وویل: د کابل ښار په لویدیځ کښې په یو روغتون باندې د پرونۍ وژل شوې ترهګرې حملې د مړو شمیر ۲۴ تنو ته زیات شوی او شپاړس تنه هم زخمي شوې دي.

په کابل کښې د ښځو په روغتون باندې ترهګره حمله د پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده، د بخښنې نړیوال سازمان دغه حمله جنګي جنایت او د بشریت خلاف جنایت وباله او د هغې د عاملانو په محاکمه کیدو یې ټینګار وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت د صلاحکار ویاند جاوید فیصل هم نن په یو ټویټري پيغام کښې وویل چې طالبانو او د هغوي ملاتړو په دغه هیواد کښې په یوه ورځ ۵۱ ملکي وګړي ووژل او ۱۱۵ نور یې زخمي کړل.