چین په افغانستان کښې د یو ټولشموله حکومت په جوړېدلوتاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90063-چین_په_افغانستان_کښې_د_یو_ټولشموله_حکومت_په_جوړېدلوتاکيد_وکړ
په داسې حال کښې، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ توافق ته د نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي، چین وایي، ټول لوري دې د ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2020 03:02 Asia/Kabul
  • چین په افغانستان کښې د یو ټولشموله حکومت په جوړېدلوتاکيد وکړ

په داسې حال کښې، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ توافق ته د نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي، چین وایي، ټول لوري دې د ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په همدې تړاو ویلي، چې ګاونډیان یو بل ته ثبات او امنیت غواړي او چین د افغانستان د یو ګاونډي په توګه له افغانستان سره اوږد مهالې او ستراتيژیکې ملګرتیا ته هیله من دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هیواد یې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي کړکېچ د هواري په برخه کې له پرمختګ هرکلی کوي او هیله یې داده، چې ټول ښکېل لوري د خپل ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

چین داسې مهال د ټولشموله حکومت د جوړولو غږ کوي، چې په نږدې راتلونکې کې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک خبرونه تر سترګو کېږي.

که څه هم د عبدالله ټيم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اشرف غني ویاند وایي، غني او عبدالله د اصولو په برخه کې توافق ته رسېدلي، او اوس په جزئياتو باندې خبرې روانې دي.

د نوموړي په قول، په نږدې راتلونکې کې به د دواړو لورو تر منځ توافق لاسلیک شي.