غزني کښې ترهګره چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90146-غزني_کښې_ترهګره_چاودنه_شوې
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار د غزني ښار د اسلامي ثقافت په مرکز کې موټر بم حمله شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2020 06:12 Asia/Kabul
  • غزني کښې ترهګره چاودنه شوې

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار د غزني ښار د اسلامي ثقافت په مرکز کې موټر بم حمله شوې ده.

د افغانستان د داخله وزارت وياند طارق آرين رسنیو ته وویل: "له بده مرغه ترهګرو دا ځل د غزني ښار د اسلامي ثقافت په مرکز کې موټر بم حمله کړې. کورنیو چارو وزارت پېښه تأييدوي. د پېښې نور جزئیات وروسته وړاندې کېږي."

ښاغلي آرین د دغې حملې د هدف او مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات او جزئیات ورنه‌کړل، خو د غزني د ملکي روغتون رئيس ډاکتر باز محمد همت وویل چې د چاودنې له ځایه تر اوسه پورې د دوي روغتون ته د ۷ تنو مړي او ۲۵ ټپیان وروړل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او د افغان حکومت له لوري د جګړې د اعلان او د دوي په وینا په مختلفو ولایتونو کښې په ملکي خلکو د بریدونو ځواب‌یې بللی دی.

دغه ډله ادعا کوي چې په دغې حمله کې د استخباراتو د ځانګړې '۰۶' قطعې او '۷۰۳' کنډک ګډ مرکز یې هدف ګرځولی او لسګونه کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

خو د افغانستان امنیتي چارواکو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.