کابل کښې د ترهګرو عملیاتو مخنیوی وشه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90171-کابل_کښې_د_ترهګرو_عملیاتو_مخنیوی_وشه
د افغانستان په پلازمینه کښې د دغه هیواد د دفاع وزارت په یو چارواکي باندې د حملې مخه ونیوې شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2020 03:01 Asia/Kabul
  • کابل کښې د ترهګرو عملیاتو مخنیوی وشه

د افغانستان په پلازمینه کښې د دغه هیواد د دفاع وزارت په یو چارواکي باندې د حملې مخه ونیوې شوه.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل: هغه دوه وسله وال چې د کابل په کوټه سنګي سیمه کښې یې د دفاع وزارت د یو چارواکي د وژلو په موخه یې د هغه په ګاډي کښې د بم ایښودو نیت درلود، د امنیتي ځواکونو د هوښیارۍ په برکت په دغو عملیاتو کښې ناکامه او ونیوی شول.

دا پيښه داسې مهال رامینځته شوې چې مخکښې ترې طالب ډلې ګواښ کړی و چې د افغانستان حکومتي مرکزونه او ځواکونه به د خپلو بریدونو هدف وګرځوي.