په کابل کښې د بم اېښودل شوي موټر چاودنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90227-په_کابل_کښې_د_بم_اېښودل_شوي_موټر_چاودنه
امنيتي سرچينو د افغانستان په پائتخت کابل ښار کښې د يو بم اېښودل شوي موټر د چاودېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2020 07:57 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د بم اېښودل شوي موټر چاودنه

امنيتي سرچينو د افغانستان په پائتخت کابل ښار کښې د يو بم اېښودل شوي موټر د چاودېدو خبر ورکړ.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وويل، د کابل په چهل ستون سيمه کښې د پوليسو په يو موټر پورې مقناطيسي بم نښلولے شوے ؤ چې د چاودېدو له امله يې يو پوليس ژوبل شو.

تر اوسه چا کس يو ډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

په افغانستان کښې وروستۍ چاودنې د افغانستان د حکومت او امريکې ترمېنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو سبب شوې دي، واشنګټن د قطر د ماتې خوړلي موافقه ليک د بيا راژوندي کولو په خاطر د کابل او ننګرهار په وروستيو حملو کښې د داعش د رول لرلو ادعا کړې ده چې د اشرف غني د حکومت قهر يې راپارولے دے او طالبان يې  د دغو حملو ذمه وار وبلل.

د يو بل خبر له مخې د افغانستان د شمال فوځي قوماندانۍهم نن وويل چې  په جوزجان ولايت کښې د طالب ډلې په سنګرونو د افغان فوځ په هوائي حمله کښې يويشت طالبان ووژل شول.