افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر زیات شوی دی
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال په دغه هیواد کښې په کوویډ-۱۹ یا کرونا وایرس باندې د اخته شویو ۷۸۲ نورو کسانو د پیژندل کیدو او د یوولسو کسانو د مړینې خبر ورکړ.
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال په دغه هیواد کښې په کوویډ-۱۹ یا کرونا وایرس باندې د اخته شویو ۷۸۲ نورو کسانو د پیژندل کیدو او د یوولسو کسانو د مړینې خبر ورکړ.
وحید مجروح پرون وویل چې په تیر شواروز کښې په کرونا وایرس د ککړو دغه شمیر کسانو په معلومیدو سره په افغانستان کښې د ټولو ککړو کسانو شمیر لس زره کسانو ته ورسید.
د افغانستان د روغتیا وزارت دغه چارواکي د کرونا له امله په هیواد کښې د مړو ټول شمیر ۲۱۶ تنه او د شفا موندلو کسانو شمیر هم ۱ زر او ۴۰ کسان اعلان کړ.
دا وړومبۍ ځل دی چې په افغانستان کښې په یو شواروز کښې په کرونا ککړ شوې ۷۸۲ کسان کسان ثبت شوې دي.