افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90293-افغانستان_کښې_په_کرونا_د_ککړو_کسانو_شمیر_زیات_شوی_دی
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال په دغه هیواد کښې په کوویډ-۱۹ یا کرونا وایرس باندې د اخته شویو ۷۸۲ نورو کسانو د پیژندل کیدو او د یوولسو کسانو د مړینې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2020 02:16 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر زیات شوی دی

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال په دغه هیواد کښې په کوویډ-۱۹ یا کرونا وایرس باندې د اخته شویو ۷۸۲ نورو کسانو د پیژندل کیدو او د یوولسو کسانو د مړینې خبر ورکړ.

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال په دغه هیواد کښې په کوویډ-۱۹ یا کرونا وایرس باندې د اخته شویو ۷۸۲ نورو کسانو د پیژندل کیدو او د یوولسو کسانو د مړینې خبر ورکړ.

وحید مجروح پرون وویل چې په تیر شواروز کښې په کرونا وایرس د ککړو دغه شمیر کسانو په معلومیدو سره په افغانستان کښې د ټولو ککړو کسانو شمیر لس زره کسانو ته ورسید.

د افغانستان د روغتیا وزارت دغه چارواکي د کرونا له امله په هیواد کښې د مړو ټول شمیر ۲۱۶ تنه او د شفا موندلو کسانو شمیر هم ۱ زر او ۴۰ کسان اعلان کړ.

دا وړومبۍ ځل دی چې په افغانستان کښې په یو شواروز کښې په کرونا ککړ شوې ۷۸۲ کسان کسان ثبت شوې دي.